په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته درې ورځې پاتې دي په دغه هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې په چټکۍ مخ په ډېرېدو دي. د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۱۰۰ زره او ۲۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره پر دغې وبا د اخته کسانو ټول شمېر نهه میلیون او ۳۱۶ زرو ته رسېدلی دی. راپورونه وایي چې په همدې موده کې په دغه هېواد کې پر کرونا اخته ۹۲۶ کسان مړه شوي هم دي. د راپورونو له مخې تر اوسه په امریکا کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲۳۵ زرو ته رسېدلی دی.
































