په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونتیکورو ویلي چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د تاوتریخوالي دوام دی. نوموړي زیاته کړې، طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. هغه د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې خبرې په هغه صورت کې بریالۍ کېدی شي چې دواړه اړخونه نرمښت وښیي او یو بل په ټوله مانا درک کړي. پونتیکورو دغه راز د بیان ازادي، د ښځو حقونه، مدني ارزښتونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده. نوموړي څرګنده کړې، ټول ښکېل هېوادونه باید هڅه وکړي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.
































