په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې دوې ورځې پاتې دي او د دواړو نوماندانو ترمنځ سخت ټاکنیز کمپاین روان دی. تېره ورځ ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جو بایډن پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې او هغه یې د امریکا د بربادۍ او په امریکا کې دې نفاق او نژاد پالنې لامل وباله. بایډن وویل په راتلونکو دوو ورځو کې امریکایي ملت باید خپله لاره او راتلونکې وټاکي او یو داسې کس واک ته له رسېدو را وګرځوي چې امریکا یې توټه ټوټه کړې ده. بایډن دغه راز ویلي ددې وخت دی چې ټرمپ نور خپل بستره او کالي ټول کړي او له سپینې ماڼۍ ووځي. هغه د کرونا په پراختیا او د زرګونه امریکایانو په مړینه کې هم ډونالډ ټرمپ پړ وباله.
































