د راپورونو له مخې د کرونا په دې سختو شرایطو کې په الجزایر کې میلیونونه وګړي د نوي حکومت د جوړېدو لپاره د رایې اچونې مرکزونو ته ځي. دوی په خورا یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې ټولپوښتنه کې برخه اخلي. دا ټولپوښتنه وروسته له هغه ترسره کېږي چې عبدالعزیز بوتفلیقه له خپلې دندې استعفا ورکړه او د نوي حکومت جوړولو ته یې اجازه ورکړه. د الجزایر خلک وایي چې دوی د نوي او له فساد پاک حکومت غوښتونکي دي. د ټولپوښتنې پایلې به سبا دوشنبه اعلانېږي.
































