د ترکیې ازمیر ښار کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۵۱ تنو ته رسېدلی دی. د ترکیې د ولسمشر مرستیال نن د دغې زلزلې په اړه وروستي معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي. هغه ویلي چې د ترکیې په لویدیځ ازمیر ښار کې د شوې زلزلې له امله ۵۱ کسان مړه شوي او تر ۶۰۰ ډېر نور ټپیان دي. د یادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ وروسته له غرمې د ترکیې لویدیځ ازمیر ښار د ۶.۶ ریښتر په اندازه زورورې زلزلې ولړزاوه چې د وروستیو معلوماتو له مخې لږ تر لږه شل ودانۍ یې نړولې دي.
































