په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن تازه له ګواښونو د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ او د بیان ازادي په ټوله سیمه کې تر ټولو پیاوړې او غوره نمونه ده. هغه وایي سره له دې چې خبریالان په افغانستان کې د شفافیت او اصلاحاتو د راوستو لپاره کار کوي خو لا هم له خطرونو او ګواښونو سره مخ دي. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې دې اړوندې ادارې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او ددوی د چارو او فعالیتونو امنیت دې تامین کړي. تر دې وړاندې ځینو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتی او فشار غندلی و.
































