په ارزګان کې د وروستیو جګړو له امله سلګونه کسان بېځایه شوي دي. د راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې د ارزګان په ګیزاب او دهراوود ولسوالیو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله یې تر ۲۵۰۰ پورې کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. بېځایه شوي او د جګړو په ساحه کې بند پاتې خلک وايي چې طالبانو زیانمنو شوو او بېځایه شوو کورنیو ته د مرستو رسولو لارې بندې کړې دي. بلخوا افغان چارواکي بیا وایي چې د یادو ولسوالیو د نیولو لپاره عملیات روان دي او طالبانو ته یې هم تلفات اړولي دي. طالبانو پر دې راپورونو غبرګون نه دی ښودلی.
































