کابل پوهنتون ته د ځانمرګي بریدګرو تر ننوتو وروسته جګړه روانه ده. کورنیو چارو وزارت ویلي، ځانګړي پولیس پوهنتون ته دننه شوي او د بریدګرو پر ضد عملیات روان دي، په ورته وخت کې روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه له کابل پوهنتون څخه شپږ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې د دې برید موخه د قضایي ستاژ محصلین دي. له برید ځینې ژغورل شوي محصلین وایي چې ګڼ ټولګیوال یې لیدلي چې صنفو کې په وینو کې پراته وو. په ورته وخت کې یو شمېر زغره وال موټر چې ظاهراً د بهرنیو ځواکونو ښکاري دغه پوهنتون ته ورغلي دي. کابل پوهنتون ته د دغو ځواکونو د ورتلو په اړه بهرنیو او افغان ځواکونو څه نه دي ویلي. طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي او تر اوسه یې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































