د هلمند ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې سړک غاړې ماین چاودنې اووه ولسي وګړي وژلي دي. د هلمند ولایت چارواکو ویلي، چې دا پېښه نن د لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې د ملکي وګړو پر یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې اووه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. تر اوسه د طالبانو په ګډون د یادې چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































