سبا په امریکا کې ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کېږي، تر ټاکنو مخکې ویل کېږي چې ۹۰ میلیونه خلکو د کرونا وبا خپرېدو ګواښ له امله په الکترونیکي بڼه رایې ورکړې دي. ټرمپ خپلې ټاکنیزې هلې ځلې په ایوا، میشیګان، شمالي کارولینا، جورجیا او فلوریډا متمرکزې کړې او جوبایډن بیا په پنسلوانیا کې پر خپل کمپاین بوخت دی. تر اوسه ټرمپ تر خپل ډیموکراټ سیال جوبایډن اته سلنه شاته دی، خو ټرمپ په کارولینا کې د خپلو پلویانو غونډې ته ویلي چې که په کارولینا او پنسلوانیا کې بریالی شي نور یې کیسه خلاصه ده ځکه چې دی تېر ځل هم همدې ایالت کې کارول شویو رایو سپینې ماڼۍ ته ورساوه. نوموړي دغه راز ویلي چې ښایي تر ټاکنو سمدستي وروسته نهایي ګټونکی اعلان نه شي او په خبره یې، ممکن د ټاکنو پر اعلان څو اوونۍ ووځي او په دې لړ کې به ډېرې نادودې وشي. د یادونې ده چې د چارو ډېریو امریکایي شنونکو ویلي چې ښایي ټرمپ ماتې ونه مني او دا چاره به په امریکا کې د کورني تاوتریخوالي سبب شي.
































