روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۵۳ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۱۳۲ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۶۳۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته پنځه تنه مړه شوي او ۱۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۴۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۳۴۲ ته لوړ شوی دی.
































