ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د وروستي برید له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرهان حق په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې په افغانستان کې پر تعلیمي مرکزونو وروستي بریدونه ستر بشري جنایتونه دي. نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې خونړی برید غندلی او هغه یې ستر بشري جنایت بللی دی. هغه زیاته کړې چې ددغه ډول بریدونو عاملین باید د خپلو کړنو حساب ورکړي. ملګرو ملتونو همدا راز ویلي چې دوی په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او ددغه هېواد د پرمختګ، ثبات او سولې لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
































