د راپورنو له مخې د اتریش په پلازمینه ویانا کې په شپږو بېلو برخو کې په هممهاله توګه پر خلکو وسله وال بریدونه پيل شوي دي. ویل کېږي چې په دې پېښه کې تر دې دمه دوه کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. پولیس وایي چې په نښته کې یو وسله وال وژل شوی دی او د پاتې نورو د پېژندنې هڅې روانې دي. د اتریش لومړي وزیر دا ترهګریز برید بللی دی. یوه وسله وال په ویانا کې د یهودیانو له یوې کنیسې سره څېرمه بریدونه کړي دي، چې ددې عبادتځای ساتونکی یې ټپي کړی خو ویل کېږي چې یاد ځای د برید پر مهال تړلی و. د اتریش امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه د پلټنو خبر ورکوي.
































