امریکا وایي په کابل پوهنتون کې وروستي برید وښوده چې طالبانو او افغان حکومت باید د یو بل پر وړاندې د امتیاز غوښتلو جګړه پای ته ورسوي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې پر کابل پوهنتون وروستی برید غندلی دی او هغه یې دداعش ډلې کار بللی دی. نوموړي ویلي دې بريد وښوده چې په سیمه کې نورې ترهګرې ډلې هم شته دي او د افغانانو ګډې دښمنې دي چې پر وړاندې یې جدي مبارزې ته اړتیا ده. دده په خبره طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې د امتیازاتو لپاره د یو بل پر ضد روانه کړې جګړه پای ته ورسوي، ژر تر ژره د سولې یو توافق رامنځ ته کړي، د ګډ دښمن پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي. خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د نوموړي د سولې پر ماموریت ګڼې نیوکې روانې دي او افغان سیاسیون هغه د یوې خطرناکې لوبې په ترسره کولو تورنوي چې پایله یې یوازې د عامو افغانانو وژل دي او د سولې له راتګ سره یې هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
































