د هند لومړی وزیر وایي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي په یوه ټوېټ پیغام کې پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید غندلی دی او وایي د ټپیانو او وژل شوو له کورنیو سره د خپلې همدردۍ مراتب شریکوي. هغه ویلي افغانان پياوړي دي او هند د ترهګرۍ ضد په روانه مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. ددې تر څنګ ګڼو نورو هېوادونو هم په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او هغه یې له بشري او انساني قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی.
































