د ملي امنیت سلاکار هم د تېرې ورځې د برید اصلي مسوولین وسله وال طالبان بولي. د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي که طالبان یې پړه ومني یا نه خو د تېرې ورځې د خونړي او بې رحمه برید اصلي مسوولین دوی دي. حمدالله محب چې تېره ورځ ناوخته د برید سیمې ته ورغلی و او بیا یې په ایمرجنسي شفاخانه کې د ټپیانو له وضعیت لیدنه کوله ویلي، طالبان د ملکي افغانانو په وژلو کې لاس لري او ددوی د بریدونو له امله هره ورځ افغانان د غم پر ټغر ناست وي. نوموړي یو ځل بیا دغه برید غندلی او په خبره یې له دښمن به سخت غچ اخلي. حمدالله محب داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي او زلمي خلیلزاد هم په ټینګار سره ویلي چې طالبانو دا برید نه دی کړی او په سیمه کې نورې ترهګرې ډلې هم فعالیت کوي.
































