روغتیا وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو د روغتیایي سپارښتنو د عملي کېدو غږ کړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې یو ځل بیا ډېرې شوې دي نو له همدې امله دې هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. د یاد وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۹۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۷۲۸ ته رسېدلی دی. د دغه وزارت په وینا په همدې موده کې پر کرونا اخته درې کسان مړه شوي او ۱۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د یادونې ده چې تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۵۴ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۳۵۵ ته لوړ شوی دی.
































