د ورلډ سوشیلیست په نامه یوه بهرنۍ وېبپاڼه وایي په وروستیو کې په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. سرچینه وایي معلومات ښيي چې دغه ځواکونو ډېر وحشتناک جنګي جنایتونه کړي دي او د ابو غریب زندان په سبک یې شکمن کسان او بې ګناه وګړي شکنجه کړي دي. سرچینه کاږي استرالیايي ځواکونو پر عامو وګړو په لوی لاس ډزې کړې دي، تر شکنجه لاندې یې خلک وژلي دي او هغه کسان یې په نښه کړي چې له دوی یې د تېښتې هڅه کړې ده. سرچینه وايي ددې تمه کېږي چې نړیوال محاکم او د استرالیا حکومت د خپلو سرتېرو دغه جنګي او وحشیانه جنایتونه وڅېړي او په اړه یې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
































