ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې پرېکړه کړې ده چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون د امنیتي ادارو مسوولین ځواب ویلو ته ورغواړي. یادې جرګې ویلي چې امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت ریاست، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان، احمد ضیا سراج، اسدالله خالد او مسعود اندرابي به په هېواد ځانګړې توګه کابل کې د وروستیو ناکراریو په اړه د ځواب ویلو لپاره دغې جرګې ته وروغواړي. دا پرېکړه نن د ولسي جرګې له لوري په اکثریت رایو تصویب شوې ده او یاد چارواکې یې د راتلونکې شنبې په ورځ دغې جرګې ته ورغوښتي دي.
































