د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي، د ولسمشر د لومړي مرستیال د ساتونکو شمېر د کابل پوهنتون تر ساتونکو ډېر دی. رحماني د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته په خبرو کې ویلي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د ساتنې لپاره ۳۰۰ کسان ګمارل شوي دي. هغه د یادې جرګې د داخلي امنیت له کمیسیون څخه غوښتنه کړې ده چې د رجال برجسته رییس دې په دې اړه د ځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته را وغواړي. نوموړي زیاته کړې، دی د یوې قوې مشر دی خو ولسمشر ورته پنځوس ساتونکي ورکړي دي او اوس وایي چې دا شمېر باید دېرش تنو ته راټیټ شي.
































