د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهم پړاو ته رسېدلې دي. له څو ایالتونو پرته د نورو ټولو ایالتونو رایې شمېرل شوې دي او په هغه کې جو بایډن تر ټرمپ مخکې دی. په الکترال کالج کې یوازې د شپږو نورو رایو ګټلو ته اړتیا لري چې ټرمپ په دې برخه کې ۵۶ رایو ته اړتیا لري. بلخوا د عامو خلکو په رایو کې هم جوبایډن درې میلیونه رایې تر ټرمپ مخکې دی. بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، ادعا نه کوي بلکې ډاډه دی چې د رایو شمېرلو په پای ته رسېدو سره به دی د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي. بلخوا ټرمپ بیا په ګڼو ایالاتونو کې د جو بایډن پر ډله د پراخ فساد تور پورې کوي. دی وایي چې د ټاکنو کمیسیون هم د هغه په ملاتړ ولاړ دی او په ځینو برخو کې ان د ټرمپ ناظرینو ته د نظارت اجازه نه ورکول کېږي. ټرمپ پر رسنیو هم نیوکه کوي چې ددوی د رایو شمېر کم ښيي. په ټوله کې ټرمپ تر سخت فشار لاندې ښکاري او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې پایلې معلومې شي.
































