په اروپا کې د کرونا له دویمې څپې سره هممهاله په ګڼو هېوادونو کې بندیزونه د ډېرېدو په حال کې دي. تازه د ایټالیا حکومت په ګڼو ښارونو کې د بندیزونو امر کړی دی او برېتانیا به هم سر له نن بندیزونه وضع کوي. د برېتانیا حکومت ویلي چې له پوهنتونو او ښوونځیو پرته به نور ټول ادارات، دوکانونه، رستورانتونه او ټول د ګڼې ګوڼې سیمې تړلي وي او ښایي دا بندیزونه تر یوې میاشتې پورې دوام وکړي. په هنګري، بلجیم، فرانسې او نورو هېوادونو کې هم بندیزونه ډېر شوي دي چې خلک یې هم غبرګون ته اړ کړي او په ځینو ښارونو کې د محدودیتونو د غندلو لپاره پراخ لاریونونه هم شوي دي.
































