د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې په یوه تحلیل کې ویلي چې که چیرې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن د امریکا انتخابات وګټي نو دا به د پاکستان لپاره ډیر ښه خبر وي، ورځپاڼه وایي ولسمشر ټرمپ د سیمې په هیوادونو کې تر ټولو ډیر د پاکستان ستر دوښمن هندوستان ته لنډ شوی وو چې،دې چارې پاکستاني حکومت او ولس ته خوند نه ورکاوه، ورځپاڼه وایي چې جو بایډن د اوباما د واکمنۍ پر مهال له پاکستاني چارواکو او حکومت سره نیږدې اړیکې پاللي دي او ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال دا اړیکې ډیرې سړې کړې وې او نوموړی یو مخ د هند لوری نیولی وو، ایکسپریس ټریبیون وایي پاکستاني چارواکي د امریکا انتخابات له نیږدې څاري او هره شیبه د بایډن د بریا شیبې شمیري.
































