د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د بایډن رایې ډېرې دي او ټرمپ چې ظاهراً تر فشار لاندې ښکاري ادعا کوي چې په دې ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي او دی د همدې درغلیو څېړلو لپاره محکمې ته ځي. نوموړي د رایې شمېرنې بهیر د درولو خبره کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې محکمې ته تر مراجعې مخکې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي. بلخوا د نوموړي ډیموکراټ سیال جو بایډن بیا ویلي، باور لري چې ټاکنې یې ګټلې دي خو رایې باید وشمېرل شي. په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د ټرمپ ګڼ شمېر پلویان په فونیکس، لاس وګاس، شیکاګو، واشنګټن، دیټرویټ او فلادلیفا کې واټونو ته راوتلي او په پراخو اعتراضونو یې لاس پورې کړی دی. دوی هم ډیموکراټان په درغلۍ تورنوي او د رایې شمېرنې د درېدو غوښتنه کوي.
































