په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن او سپینې ماڼۍ ترمنځ یو ګام واټن موجود دی د ټرمپ ټیم وایي، پنسیلوانیا کې پراخې درغلۍ شوې دي. د فاکس نیوز د خبر له مخې د ټرمپ زوی ایریک ټرمپ ویلي، له یو حقوقي ټیم سره دغه ایالت ته تللی دی او د دوی د موندنو له مخې، په دغه ایالت کې پراخې درغلۍ شوې دي او د دوی تر ۴۰۰ زره ډېرې رایې غلا شوې دي. هغه زیاته کړې، په دغه ایالت کې یې ۸۶ سلنه رایې لرلې خو هیڅ درک یې نه لګېږي چې هغه څه شوې دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ډیموکراټانو ویلي وو چې د جمهوري غوښتونکو لپاره د تقلب تر ټولو روښانه ایالت پنسیلوانیا ده. د راپورونو له مخې، بایډن د بریا لپاره شپږ نورو الکترال رایو ته اړتیا لري خو ټرمپ بیا له ۲۷۰ څخه ۲۱۴ رایې خپلې کړې دي.
































