د الجزيرې تلويزيون د روانې مېلادي میاشتې په درېيمه نېټه په خپلو ټولنیزو رسنیو د متحده عربي اماراتو د مرستيال او صدراعظم او د دوبۍ د امير محمد بن راشد يو عکس خپور کړ، چې په دغه عکس کې نوموړی د کوويډ-۱۹ ويروس ضد د (( سينوپهارم )) د چيني شرکت واکسين د اخيستنې په حال کې دی.
ياد چيني واکسين د کلينکي څېړنې په درېيم او وروستي پړاو کې دی. الجزیرې د متحده عربي اماراتو د حکومت د معلوماتو له مخې دې ته اشاره کړې چې دغه واکسين امن او ګټور دی. له المکتوم مخکې د دغه هېواد د بهرنيو چارو، روغتيا او د کابينې د وزيرانو په شمول د متحده عربي اماراتو لس نورو چارواکو او طبي کارکوونکو ته دغه واکسين تزريق شوی.
د رویټرز خبري اژانس د نومبر په درېيمه نېټه د بحرين د خبري اژانس د معلوماتو له مخې خبر ورکړ چې تر اوسه پورې په بحرين کې شاو خوا ۷۷۷۰ تنو په خپله خوښه د دغه واکسين په کلينکي څېړنه کې ګډون کړی دی.
































