روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۲۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۴۱ زره او ۹۳۵ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته شپږ کسان مړه شوي او ۳۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۵۴ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۴۴۰ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې د هوا له سړېدو سره پر کرونا د اخته کېدونکو کسانو شمېر یو ځل بیا مخ په لوړېدو دی.
































