په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر نږدې ۴۹ ميليونو کسانو ته رسېدلی او له ۳۲ میلیون څخه زیات ناروغان بېرته روغ شوي دي. د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر نږدې ۴۸ میلیونه، ۶۰۰ زره او ۹۳۰ کسانو ته رسېدلى دى. د راپور له مخې تر اوسه څه باندې ۳۲ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون، ۲۳۲زره او ۲۱۴ کسان مړه شوي دي. دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
































