د خیبر پښتونخوا دبنو سیمې یوې ځایي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر دنیولو امر کړی. علي وزیر وایي د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د نا امنیو له امله ستره ولسي غونډه کوي نو ځکه ددغه غونډې نه وړاندې کله محسن داوړ او کله هم دده د نیولو امر ورکول کیږي. په علي وزیر تور لګول شوی چې د پاکستان د حکومت پر ضد وینا کوي او دخلکو د راپارولو هڅه کوي. علي وزیر ویلي، څوک یې مخه نشي نیولی او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.
































