د روسيې، هند او ايران استازو مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کړې. د افغانستان لپاره د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسيې، هند او ايران له درې اړخيزې غونډې وروسته چې څو ورځې مخکې جوړه شوې وه،د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر حنيف اتمر سره خبر کړې دي. بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان په چارو کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت استازي ابراهيم طاهريان د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر حنيف اتمر سره په ټليفوني خبرو کې د افغان سولې په اړه پر سيمه ييزې اجماع او پکې د ايران د نقش په اړه خبرې کړې دي.
































