په کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله درې کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د څلورمو مکرویانو په سیمه کې پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې له امله یې د یوه پخواني خبریال یما سیاوش په ګډون درې کسه وژل شوي دي. په وژل شوو کې د یما سیاوش موټرچلوونکی او یو ساتونکی هم شامل دي. د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاوش هم تایید کړې چې پر ورور یې نن سهار مهال چاودنه شوې او هغه پکې وژل شوی دی. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او ژر به یې معلومات له خلکو سره شریک کړي.
































