د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جو بایډن وایي چې رایې یې ګټلې دي او ګټونکی دی. هغه څو ساعته وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ټرمپ ته په خطاب وویل، چې دی نه وایي بلکې ارقام او شمېرې وایي چې بایډن د ټاکنو ګټونکی دی. هغه ټولو امریکایانو ته مبارکي ورکړې ده چې و یې کړی شوای ځان له یوه بې مسوولیته ولسمشره خلاص کړي او بېرته به د امریکا د پرمختګ لپاره سره متحد شي. بایډن همدا راز ویلي چې د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو لوړې رایې ګټلې دي. دده په خبره تر ۷۴ میلیونه یې ډېرې رایې ګټلې چې د امریکا په تاریخ کې بل هېڅ ولسمشر نه دي ګټلې. په ورته وخت کې ټرمپ هم بیا جو بایډن ته خبرداری ورکړی چې ځان دې ګټونکی نه اعلانوي، ځکه دی به په ډېرو مرکزونو کې رایې له سره وشمېري.
































