استرالیا وایي په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي. د استرالیا ددفاع وزارت چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي دوی ټول هغه راپورونه په جدي توګه څېړي چې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو او په افغانستان کې ددغه ځواکونو د ماموریت او جنګي جنایتونو په اړه خپاره شوي دي. استرالیايي رسنۍ د یادو چارواکو له قوله وایي دوی تر دې دمه لس قضیې څېړلې دي چې په هغه کې لږ تر لږه شل کسان ښکېل دي او دوی به د خپلو اعمالو سزا ویني. استرالیا همدا راز وایي ددغه راپورونو خپرېدل ددې سبب شوي چې دوی د خپلو ځانګړو ځواکونو په جوړښت کې پراخ اصلاحات راولي او د ټولو هغو ادعاوو پلټنه وکړي چې د استرالیايي ځواکونو په اړه موجود دي. استرالیايي ځواکونو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ز کال پورې په ارزګان کې ماموریت ترسره کاوه چې د ګڼو ملکي افغانانو په وژنه او شکنجه تورن شوي دي. په دې وروستیو کې د افغانستان او نړۍ د بشري حقونو په برخه کې پنځه ویشت بنسټونو د استرالیا له حکومت د ټولو جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې وه.
































