د کرونا وبا له امله د ایران د پلازمینې تهران وضعیت خطرناک بلل شوی دی. د ایران حکومت ویلي چې په وروستیو ورځو کې په تهران کې وضعیت خورا کړکېچن او له خطرونو ډک دی او ددې احتمال شته چې په دغه ښار کې سخت بندیزونه وضع کړل شي. ایراني چارواکو ویلي چې دمګړی په تهران کې د درملو او ناروغانو ته د وینې له جدي کمښت سره مخ دي. بلخوا په یونان کې هم د کرونا وبا د وژونکې څپې له امله اندېښنې پارېدلې دي. تازه نن سهار د یونان حکومت پرېکړه کړې چې په ټول یونان کې د درېیو اونیو لپاره سخت بندیز وضع کوي او پر تګ راتګ محدودیت لګول کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان هم په اروپا او ځینو اسیايي هېوادونو کې د کرونا اوسنی وضعیت خطرناک بللی دی.
































