د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هغه کړۍ یې پېژندلې دي چې د پاکستان د وړیا وېزو پر سر یې له خلکو څخه په لسګونه زره ډالر رشوت اخيستل. هغه زیاته کړې دې کړیو په ورځني ډول د پاکستان د وېزو له درکه له خلکو څخه نږدې سل زره ډالر تر لاسه کول. نوموړي د وېزو د پلورونکو نومونه نه دي په ډاګه کړي خو یو ځل بیا یې له پاکستاني سفارت څخه غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر باید د صادرېدونکو وېزو شمېر مشخص کړي. په کابل کې د پاکستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د صادرېدونکو وېزو شمېر دولت سره شریک کړی دی.
































