د امریکا د ټاکنو ګټونکی نوماند جو بایډن تر بریالي کېدو وروسته خپله لومړنۍ وینا وکړه. هغه د خپلو پلویانو په یوه لویه غونډه کې راڅرګند شو او له ټولو هغو کسانو یې مننه وکړه چې بایډن ته یې رایه ورکړې ده. نوموړي د نورو ویناوو پرخلاف په دې وینا کې د ټرمپ پر ضد هېڅ راز څرګندونې و نه کړې، بلکې ټول تمرکز یې پر خپلو راتلونکو پلانونو او په امریکا کې د کرونا له امله پر رامنځ ته شوي وضعیت و. هغه وویل چې لومړنی کار به یې له کرونا وبا سره له علمي او بنسټیزو لارو مبارزه وي او هڅه به یې دا وي چې ددغه وبا لمن له امریکا ټوله کړي. همدا راز یې وویل چې د یوې متحدې امریکا لپاره به کار کوي، نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا باید خپل شان او منزلت تر لاسه کړي او له امریکایي وګړو یې غوښتي چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له ده سره همکاري وکړي. د بایډن مرستیالې کاملا هاریس هم له ټولو امریکایانو مننه وکړه چې دوی ته یې رایه ورکړې ده او ژمنه یې وکړه چې د زړه له کومې به د پیاوړې امریکا لپاره کار کوي. بایډن د امریکا ۴۶ام ولسمشر شو چې د رایو په ډېر لوړ توپیر یې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړې ده او د نړۍ د ګڼو هېوادونو ولسمشرانو او رهبرانو بایډن ته مبارکي ورکړې ده.
































