د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی وضعیت او منفي تبلیغات د سولې فرصت ضایع کولی شي. په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو له شدت سره هممهاله د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ناندرۍ او د یو بل پر ضد تبلیغات هم اوج ته رسېدلي دي. د سولې د برخې فعالین وایي چې د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو له پیل سره هممهاله منفي تبلیغات د سولې فرصت ضایع کولی شي. پخوانی طالب چارواکی او د سولې د برخې فعال سید اکبر اغا وایي طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې د جګړې پر ځای دې د سولې لپاره نرمښت وښيي او مذاکرات دې یوې پایلې ته ورسوي. هغه زیاتوي په منفي تبلیغاتو او جګړې سره ددواړو لورو ترمنځ د باور فضا کمزورې کېږي چې ښایي د سولې لپاره د افغانانو هیلې ختمې کړي. نوموړی پر طالبانو او حکومت دواړو غږ کوي چې ملت ته دې د درېیمګړي په توګه مراجعه وکړي او د ملت له منځ دې پیاوړي او خیر خواه کسان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې لپاره بنسټیزې او پیاوړې هڅې پيل کړي.
































