قزاقستان وايي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي. په کابل کې د قزاقستان سفیر عالم خان یاسین وایي دوی یو ځل بیا پر دې ژمنه ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي او هڅه کوي په دې پروسه کې اسناتیا رامنځ ته کړي. نوموړي د بهرنیو چارو زوارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي. افغان لوري هم په تېرو ۱۹ کلونو کې په بېلو برخو کې د قزاقستان له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او ددواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
































