د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو یو شمېر قومي مخورو د یوې جرګې له لارې په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې تر دې ډېر دا جګړه په هیڅ صورت ورته د منلو نه ده. دوی د خپلو سیمو له قومي مخورو غوښتنه کړې ده چې باید سره یو لاس شي او په هېواد کې روانې اوږدې خونړۍ جګړې ته په نه ویلو سره دواړه لوري د ناخوالو پای ته رسولو ته وهڅوي. یادو قومي مخورو دغه راز پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې پلمې دې نه کوي او هر څه ژر دې په هېواد کې پر یو سراسري اوربند هوکړه وکړي.
































