افغان حکومت وایي طالبان په بین الافغاني مذاکراتو کې د ځنډ لامل دي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې طالبانو جګړې او تاوتریخوالی ډېر کړی دی او د سولې په خبرو کې یې ځنډ راوستی. نوموړی دغه راز وایي چې حکومت څو ځله د سولې د مذاکراتو په برخه کې خپل حسن نیت وښود او ان د طالب بندیانو د خوشي کولو له امله تر فشار لاندې دی خو اوس طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او جګړې یې ډېرې کړې دي. دانش دا هم وایي چې طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې او په دې برخه کې یې هم خپل تعهدات نه دي عملي کړي. دانش په امریکا کې له نوي جوړېدونکي حکومت هم وغوښتل چې په افغانستان کې واقعیتونو ته په پام، د سولې له پروسې سره مسوولانه چلند وکړي. سرور دانش داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې طالبانو افغان حکومت د جګړې په ډېرولو او د سولې په ځنډولو تورن کړی دی.
































