د اذربایجان لومړی وزیر وایي چې د ارمانیا له اوسنیو چارواکو سره د سولې خبرې او اوربند هېڅ امکان نه لري. د اذربایجان لومړی وزیر الهام علي اف وایي ټوله نړۍ باید په دې پوه شي چې دوی د خپلې خاورې د ساتلو حق لري او ارمانیا ته اجازه نه ورکوي چې ددوی پر خاوره برید وکړي. دده په خبره ارمانیايي ځواکونه ددوی سیمې ناګورنو قرباغ باندې برید کوي نو اذربایجاني حکومت په دې اړه چوپ نه پاتې کېږي او نړیوال دې ارمانیا ته قناعت ورکړي چې له خپلو یرغلیزو افکارو او دریځونو په شا شي. د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ لسیزو راهیسې پر ناګورنو قرباغ ناندرۍ روانې دي چې په دې وروستیو اونیو کې بیا هم ددواړو لورو ترمنځ پر دې سیمه جګړه شوې ده. په جګړو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او د لسګونه خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.
































