د امریکا پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج واکر بوش په یوې ټلیفوني اړیکه کې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن ته مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو پایلې عادلانه وې او پایلې یې روښانه دي. بوش له بایډن او د هغه له مرستیالې کامله هاریس سره پر ټلیفون خبرې کړې دي او دواړو ته یې د غوره خدمت هیله کړې ده. ټرمپ تر اوسه د ټاکنو پایلې نه مني، خپل سیال ټیم په درغلۍ تورنوي او وایي چې د درغلۍ له شکایتونو سره به قضایي ارګانونو ته مراجعه وکړي.
































