د انټرفاکس خبري اژانس د خبر له مخې، یو روسي عسکر په یوه نظامي اډه کې پر خپلو ملګرو باندې ډزې کړې دي چې په پایله کې یې درې پوځيان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. راپور کې راغلي چې دا پېښه د روسیې په جنوبي ورونژ ښار کې رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې د ټپي شویو عسکرو روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. د راپور له مخې، دا پېښه د یو عسکر او افسر تر منځ تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی دی خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
































