د امریکایي رسنیو د خبر له مخې له څو میاشتو راهیسې د مارک ایسپر او ډونالډ ټرمپ ترمنځ اړیکې ښې نه وې او پر یو لړ مسایلو یې ترمنځ ژور اختلاف و. ټرمپ په تازه اقدام کې د پنټاګون د ترهګرۍ ضد مرکز رییس کرستوفر مېلر ددفاع وزیر ټاکلی دی. ده ویلي چې د ایسپر له فعالیتونو مننه کوي او نوي دفاع وزیر ته د بریا هیله لري. ټرمپ داسې مهال د خپل حکومت یو مهم وزیر بدلوي، چې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې ده او تر راتلونکې جنوري به واک نوي ولسمشر جو بایډن ته پرېږدي.
































