وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت دې جګړه غوښتونکو کړیو ته متوجه وي. په اعلامیه کې راځي چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هغه د افغانستان د روانې معضلې د حل یوازینۍ لار بولي. دوی له امریکا هم غوښتي چې پر دې هوکړه عمل وکړي او د ساتلو لپاره یې هڅه وکړي. طالبانو ویلي یو شمېر کړۍ شته دي چې جګړه غواړي او ګټې یې په جګړو کې نغښتې دي نو د بایډن حکومت باید دې کړیو ته متوجه وي او ددوی د خبرو عملي کولو پر ځای دې د سولې لوری خپل کړي. یادې ډلې ځان سولې ته ژمن بللی او په خبره یې په دې باور دي چې د افغانستان داخلي ستونزې هم د خبرو له لارې د حل وړ دي او باید مذاکرات ادامه پیدا کړي.
































