د امریکا د دفاع ګوښه شوي وزیر مارک ایسپیر ویلي که چېرته یې د ځای ناستي د مخ پوست نری وي او هرې خبرې ته بلې قربان ووایي، نو خدای دې د امریکا مل شي. نوموړي زیاته کړې، ده د خپلې دندې په لړ کې د ټرمپ له بې ځایه غوښتنو سره دوامداره مبارزه کړې ده او تل د نوموړي د بې ځایه غوښتنو پر وړاندې درېدلی دی. ایسپیر ویلي، ټرمپ یو خودخواه انسان دی او د خپلې خوښې خلاف هیڅ هم نه مني. هغه له ملیټري ټایمز سره په تازه مرکه کې ویلي، که کریستوفر میلر د ټرمپ خبرې ومني نو امریکا به له بېساري ګډوډیو سره لاس او ګریوان شي.
































