د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د امریکا نوی حکومت دې تر هر څه وړاندې په نړۍ کې خپله رټل شوې څېره له سره ورغوي. هغه په امریکا کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې زیاته کړې، د ټرمپ ادارې له ټولې نړۍ سره بد چلن کړی دی او د امریکا راتلونکي اداره باید له ټولو هېوادونو سره غیر انساني چلن ته د پای ټکی کېږدي. د ایران ولسمشر وړاندې تر دې هم له امریکا ورته غوښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې امریکا دې خپلې پخوانۍ تېروتنې جبران کړي. د یادونې ده چې د ولسمشر په توګه د جو بایډن تر ټاکل کېدو وروسته یو امریکایي چارواکي هم ویلي چې دوی غواړي له ایران سره ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي. 0
































