د امریکا نوی حکومت باید د سولې خبرو ته ادامه ورکړي خو د ټرمپ پر ګامونو دې ګام نه اېږدي. واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مطلب کې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغان سولې بهیر ته کتنه کړې ده. په دې مطلب کې راځي چې بایډن هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، سولې راوستلو او سرتېرو د ایستلو تګلاره ولري خو د ټرمپ پر ګامونو دې ګام نه اېږدي. د سرچینې په خبره بایډن دې د خلیلزاد په غوښتنه د سولې بهیر مخ ته نه وړي، ځکه ددې شخص یوه پرېکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده، خو طالبان بیا ترې خوشاله دي. سرچینه کاږي د خلیلزاد اقدامات د جګړو د کمېدو او سولې ته د رسېدو سبب نه دي شوي، بلکې یوازې د سرتېرو د وتلو زمینه یې برابره کړې ده، چې دا د جګړې د پای ته رسولو لار نه ده. واشنګټن ایکزماینر دداعش ضد جګړې په اړه هم وایي چې بایډن دې د خلیلزاد په خوله په یاده جګړه کې د طالبانو د ملاتړ پر ځای دا ماموریت افغان ځواکونو ته وسپاري او بشپړ ملاتړ یې دې وکړي.
































