امریکا وایي راتلونکی حکومت به هم د ټرمپ په څېر پر ایران خپلو بندیزونو ته ادامه ورکوي. د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي الیوت ابرامز ویلي ایران په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی دی او دا د ټرمپ نظر نه دی بلکې ټول امریکايي حکومت په دې خبره باوري دی. دده په خبره د حکومت په بدلېدو سره به په امریکا کې د ایران په اړه دریځ بدل نه شي بلکې د بندیزونو پيل شوې لړۍ به ادامه ولري. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا په امریکا کې د نوو تحولاتو په اړه ویلي د امریکا او ایران ترمنځ راتلونکی وضعیت د امریکایي حکومت په چلند پورې تړاو لري. امریکایي چارواکي داسې مهال دغه څرګندونه کوي چې د امریکا خزانې وزارت پر ایران تازه نور بندیزونه هم وضع کړي دي.
































