واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه یو راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي، امریکا چې شل کاله په افغانستان کې په یوه ناپایه جګړه کې ښکېله ده او امریکایان ټول په دې باور دي چې په دغه هېواد کې باید د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي، نو بایډن هم ښایي د افغانستان په اړه خپلې بهرنۍ پالیسي کې ډېر بدلون رامنځته نه کړي. راپور کې راغلي، له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو مسئله او دغه راز د امریکا- طالبانو هوکړه به بایډن له ځینې ننګونو سره مخ کړي خو نوموړی چې یو پوخ سیاستوال دی، ممکن ډېر ژر له دې ننګونو بریالی ووځي. د راپور له مخې، بایډن د ټرمپ په څېر ساده لوبغاړی نه دی، نوموړی به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، د دوحې هوکړه به هم له لږ بدلون سره وساتي خو له ټرمپ سره به یې توپیر دا وي چې بېړه به نه کوي، پر طالبانو به د هوکړې عملي کول یقیني کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه به لږ تر لږه دوه زره سرتېري افغانستان کې وساتي.
































